close

طالبانو په ننګرهار کې د نجونو یو شمېر دیني مدرسې وتړلې

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې تاییدوي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له لارښوونې وروسته د نجونو ځېنې دیني مدرسې تړل شوي دي.

له بټي کوټ ولسوالۍ څخه یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (سې شنبه، ۴ د وږي) وویل، چې د نجونو د دیني مدرسو د تړل کېدو لړۍ له تېرو څو ورځو راهیسې پیل شوې ده.

سرچینې زیاته کړه، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبین د نجونو په دیني مدرسو ګرځېدلي او خبرداری یې ورکړی، که د نجونو پر مخ د دیني مدرسو دروازې ونه تړل شي نو بیا د ګېلې حق نه لري.

سرچینه زیاتوي: «کوټ، بټي کوټ او ځېنو نورو سیمو کې طالبانو د نجونو ځېنې دیني مدرسې بندې کړي او ورته ویل شوي، چې دا د امیرالمومنین ملا هبت الله امر دی د نجونو له کورنیو یې هم غوښتنه شوې چې له دې وروسته خپلې لوڼې دیني مدرسو ته له تګ منعه کړي.»

دغه راز یوه بله سرچینه وایي، وروسته له هغه چې طالبانو ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه، له نورو ولایتونو سربېره په ننګرهار کې د دیني مدرسو شمېر زیات شوی او هم نجونو دغه دیني مدرسو ته مخه کړې وه.

یوه بله سرچینې وایي، تازه طالبانو په جلال اباد ښار کې هم د نجونو پر مخ ځېنې دیني مدرسې تړلي او ځېنو ته یې د بندېدو ضرب العجل ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي: «د جلال اباد ښار په پنځمه، څلورمه او ځېنو نورو ناحیو کې د نجونو دیني مدرسې بندې شوي او ځېنو ته یې وخت ورکړل شوی، چې له مالي تصفیې وروسته به وتړل شي؛ دې حالت نجونې اندېښمنې کړي او نه پوهېږي چې اخر به څه کېږي او له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.»

بلخوا ښځينه فعالانې وایي، چې د طالبانو له لوري د نجونو پر عصري زده کړو له بندېز وروسته له دیني زده کړو هم د دوی منعه کول د طالبانو د زاوال نښه ده.

یوې ښځېنه فعالې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو په عصري زده کړو بندیز وضع کړ، خو اوسمهال د دیني زده کړو مدرسې د افغانو نجونو د زده کړو یوازینۍ پرانیستې مرجعې دي.

دې فعالې زیاته کړه: «طالبانو په خپله څلور کلنه واکمنۍ کې ټول بندېزونو پر ښځو لګولي او له دې معلومېږي چې دا د دوی زاوال دی، نړیوال ټولنه هم ملامته ده چې تر اوسه یې پر طالبانو داسې فشار نه دی راوړی چې دوی د ښځو حقوق ورکړي له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې نور غلې پاتې نه شې.»

مونږ هڅه وکړه په دې اړه ننګرهار د طالبانو له امربالمعروف ریاست، د والي ویاند، اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولانو نظر ولرو، خو دوی له هڅو سره سره زمونږ اړیکه ځواب نه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ العربیه رسنۍ د یو راپور په خپرولو سره ویلي و، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په دیني مدرسو کې د عصري علومو د تدریس په غبرګون کې په دیني مدرسو کې هم د نجونو پر زده‌‌کړو بندیز لګولی دی.

ویل کېږي چې ملا هبت الله د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو ته جدي لارښوونه کړې څو دا پرېکړه په مدرسو کې د نوملیکنې له محدودولو پیل اوکرار کرار یې په هېواد کې عملي کړي.

د تېر حکومت له نسکورېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دې ډلې افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منعه کړي او دغه راز یې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر حضور بندېز لګولی او تازه یې له دیني مدرسو هم د راګرځولو لړۍ پېل کړې ده.