close

د ایران حکومت تر یو میلیون او ۸۰۰ زره زیات افغان کډوال ایستلي

اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د مرکز رییس نادر یار احمدي ویلي چې ایراني حکومت یو میلیون او ۸۳۳ زره او ۶۳۴ کډوال افغانستان ته استولي دي او ۸۰۰ زره نور به هم لېږي.

د ایرنا له راپور سره سم، ده نن (یکشنبه، ۹ د وږي) ویلي چې په دې لړ کې یو میلیون او ۲۰۰ زره سږ کال له ایرانه ایستل شوي دي.

د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د مرکز رییس ویلي چې له دې کډوالو ۷۰ سلنه یې له خپلو کورنیو سره یو ځای ایستل شوي دي.

ده ویلي چې ایرانۍ زیربناوې د مشخص شمېر «بهرنیو وګړو» د منلو لپاره جوړې شوې دي او له ارزونو سره سم باید د «اتباعو» شمېر شاوخوا درې میلیون او ۱۵۰ زره شي.

د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د مرکز رییس همدا راز ویلي چې شپږ میلیون او ۱۰۰ زره افغان کډوال په دې هیواد کې مېشت دي او شمېر یې باید درو میلیونو ته راکم کړل شي.

ایران د روان لمریز کال پر مهال او د افغان کډوالو د «سرشمیرنې د پاڼو» تر باطلولو وروسته هره ورځ په زرګونو تنه افغانستان ته شړلي دي.

طالبانو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې یوازې د روان لمریز کال پر مهال یو میلیون او ۸۰۰ زره تنه له ایرانه را ستانه کړل شوي دي.