close

کندهار کې وسلوالو غلو یو شل کلن ځوان وژلی دی

اطلاعات روز: له کندهار څخه سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي چې د دې ښار د څلورمي حوزي په مربوطاتو کې وسله والو غلو یو ٢٠ کلن ځوان په ډزو وژلی او د هغه موټر سایکل تښتولی دی.

دې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې پیښه تیره ورځ ماځیګر (شنبه، ۸ د وږي) کاروان نومې کوڅه کې رامنځته شوي ده.

سرچینې د وژل شوي کس نوم اقبال احمد یاد کړی او ویلي یې دي چې هغه د موټرو رنګ مالي کوله.

تراوسه کندهار کې د طالبانو چارواکو د دې پیښې په اړه څه نه دې ویلي.

په کندهار ولایت کې وخت ناوخته جنایي پیښې رامنځ ته کیږي چې تر ډيره حده یې لامل اقتصادي ستونزي ګڼل کېږي.