اطلاعات روز: د هیواد په ختیځ کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې دغلته د تېرې شپې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۶۰ تنه مړه او شاوخوا ۶۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
کونړ کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د وېجاړونکې او سختې زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵۰ تنه مړه او له ۵۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
دا زلزله تېره شپه (یکشنبه، ۹ د وږي) شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې را منځته شوې.
طالبانو ویلي، دې زلزلې د کونړ د نورګل ولسوالۍ په مزار دره، د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره، وټه پور، ماڼوګي او چپې درې ولسواليو کې درانه ځاني زیانونه اړولي او ګڼ خلک د کورونو د غورځېدو له امله تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست طالب مسوولین وایي، د تلفاتو دا ارقام وروستي نه دي او ښايي په لوړه کچه بدلون پکې راشي.
طالب چارواکو ویلي، اغېزمنو شویو سیمو ته ورغلې لارې د غره ښویېدنې له امله تړل شوي او دا مهال له ننګرهاره د طالبانو هوایي ځواکونو په زیانمنو سیمو کې د ژغورنې عملیات پیل کړي.
په همدې حال د کونړ ولایتي روغتون مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې د تېرې شپې زلزلې له امله دې روغتون ته ۸۴ ټپیان ور وړل شوي چې یو تن پکې خپل ژوند لاسه ورکړی.
دوی زیاتوي چې تر دا مهاله د طالبانو د هوایي ځواکونو له لوري د نورګل ولسوالۍ له مزار او د څوکۍ ولسوالۍ له دېوه ګل درو د ټپيانو لېږد پیل شوی.
طالبان وایي، د بېلابېلو مرستندویه بنسټونو پر مټ یې لومړنۍ روغتیایي مرستې او خوراکي توکي ور رسولي دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شپې ناوخته په خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د کونړ زلزله ځپلو ته سربېره پر ننګرهار له پلازمېنې کابل هم مرستندویې ډلې او چورلکې لېږدول شوي.
ورته مهال ننګرهار او لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې په دغه ولایتونو کې د تېرې شپې زورورې زلزلې له امله ۹ کسان مړه او ۸۰ نور ټپیان شوې دي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی وایي، چې تېره شپه شاوخوا ۱۱:۴۵ د قېقې یوې سختې زلزلې د دغه ولایت له نورو سیمو سربېره د دره نور سُتن، اوتران او د مجګنډول سیمې لړزولي چې له امله یې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د هغه په خبره چې تر دې مهال په ننګرهار کې د زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان مړه شوي او دغه راز ۳۵ نور ټپیان دي چې زیاتره یې د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
بلخوا لغمان کې له پېښو سره د مبارزې او اماده ګۍ رییس قاري خیرمحمد غازي وایي، په دې ولایت کې د زلزلې له امله ۴۴ کسان ټپيان شوي چې زیاتره یې میرمنې دي. د هغه په وینا دا ارقام وروستي نه دي او د مرګ ژوبلې شمېر ښايي ډېر لوړ شي.
په همدې حال کې د ننګرهار او لغمان ولایتونو له ځېنو سیمو سرچینو اطلاعات روز ته وویل، چې له تېر شپې تر سهار یې د څو ساعتونو په ترڅ څو ځلي د زلزلې ټکانونه محسوس کړي دي.
په ورته مهال د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم هم ویلي، چې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په کله ګوش سیمه کې درې تنه ټپیان شوي او یو کس روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.
په ورته مهال د امریکا د ځمکپوهنې ادارې د راپور له مخې د هېواد ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې کچه ۶.۰ درجې ښودل شوې چې د ځمکې له سطحې یوازې ۸ کیلومټره ژوره وه.
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې یا USGS ویلي، چې د دغې ۶.۰ درجې زلزلې وروسته د ۴.۵ او ۵.۲ درجې ځواک سره دوې نورې پس لړزې هم رامنځټه شوې دي.
له دې وړاندې هم د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د زورورې زلزلې له امله شاوخوا سلګونه هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.