close

د افغانستان په ختیځ کې مرګونې زلزله؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي خپل ملاتړ څرګند کړ

اطلاعات روز: د افغانستان په ختیځ کې د ویجاړونکې زلزلې وروسته، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش د افغانستان له خلکو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

ګوتریش ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټیم د حرکت په حال کې دی او د زیانمنو سیمو اړمنو خلکو سره به د مرستې لپاره له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر هم ویلي، چې د دوی ټیمونو زیانمنو سیمو ته ځان رسولی، بیړنۍ مرستې او د ژوند ژغورنې اړوند خدمات چمتو کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان بیا ویلي، چې د دوی ټیمونه په روغتونونو او روغتیایی مرکزونو کې ځای پر ځای شوي دي، د ټپیانو درملنې ملاتړ کوي او د بیړنیو روغتیایی اړتیاوو ارزونه کوي.

دغه راز په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر هم د زلزلې قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دوی شریکان په فعاله توګه په زیانمنو سیمو کې شتون لري او قربانیانو ته حیاتي مرستې چمتو کوي.

د جاپان، ترکیې او ایران په ګډون یو شمیر هیوادونو هم د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د تېرې شپې په نیمایي کې د شپږ ریشتر په کچه زلزلې د کونړ، ننګرهار، لغمان او د ختیځ نور ولایتونه ولړزول.

کونړ کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې یوازې په دغه ولایت کې ۷۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونه له مخې، چې د کونړ د نورګل ولسوالۍ څو کلي او درې ویجاړ شوي دي.

په ننګرهار کې هم د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د ۱۰ تنو د مړینې خبر ورکړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بیا ویلي، چې  په کونړ او ننګرهار کې د زلزلې له امله ۶۱۰ تنه مړه شوي او ۱۳۰۰ تنه نور ټپیان دي.