اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په کونړ ولایت کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۸۰۰ ته رسیدلی دی.
هغه نن (دوشنبه، ۱۰ د وږي) غرمه مهال په یوې خبري غونډه کې وویل، چې په دې ولایت کې دوه زره او ۵۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو ویاند دغه راز زیاته کړه، چې په ننګرهار ولایت کې د زلزلې له امله ۱۲ کسان مړه او ۲۵۵ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، چې په لغمان ولایت کې بیا ۵۸ او په نورستان کې څلور تنه ټپیان شوي دي.
ذبیح الله مجاهد وویل، چې دا ارقام لومړني دي او ښایي زیات شي.
د نوموړي په خبره، چې د مرستې ټیمونه لا تر اوسه د ځمکې له لارې د کونړ ځینو سیمو ته نه دي رسیدلي، او له همدې امله په دې سیمو کې د تلفاتو شمېر په لاس کې نه لري.
د طالبانو ویاند وویل، چې دې ډلې ټولو ادارو ته امر کړی چې اغیزمنو سیمو ته ورسیږي او د جسدونو د ښخولو، د ټپیانو د درملنې او د ټپیانو د پاملرنې لپاره له ټولو لارو چارو کار واخلي.
تیره شپه د افغانستان ختیځ د ریشتر په کچه ۶.۰ درجې زلزلې ولړزاوه.
د طالبانو چارواکي وايي، چې دغې زلزلې پراخه ویجاړي هم رامنځته کړي، خو دوی تر اوسه دقیق ارقام نه دي ورکړي.