اطلاعات روز: تېره شپه شاوخوا ۱۱:۴۵ د قېقې د ننګرهار، لغمان او کونړ په ګډون د افغانستان ګڼ ولايتونه یوې شدیدې زلزلې لړزولي دي.
عام خلک وایي، له تېرې شپې راهیسې یې تر دې مهال نږدې ۱۳ ځله د زلزلې ټکانونه محسوس کړي او آن لومړنۍ زلزله دومره شدیده وه چې د پخو خښتو جوړ دېوالونه يې هم وران کړي دي.
د ننګرهار د خېوې ولسوالس اوسېدونکی سید اکبر وایي، چې د تېرې شپې زلزلې له امله ودانۍ او کورونه نړېدلې او په وینا یې، خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
نوموړی له مسوولو ادارو او له مرستندویه بنسټونو هم غواړي چې زلزله ځپلیو کورنیو ته د مرستې رسونې په برخه کې همکاري وکړي.
سید اکبر وویل: «تېره شپه په خواږه خوب ویده وو، چې سخت زلزله وشوه د خلکو کورونه نړېدلي او دومره زوروره وه چې هر څه یې له منځه وړي دي؛ ټوله شپه مو په وېښه تېره کړې ده ځکه له تېرې شپې راهیسې ۱۳ وارې زلزلې ټکان ورکړی او خلکو ته یې زیات تلفات اړولي دي.»
د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکی ذاکر الله وایي، چې په دې ولسوالۍ کې د زورورې زلزلې له امله ځینې کورونه ویجاړ شوي چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوشمېر کسان تر خاورو لاندې شوي او مړه شوي دي.
ذاکرالله زیاتوي: «همدا وخت دی چې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وشي، ځکه د دوی هستوګنېز کورونه له منځه تللي او دغه راز ځاني او مالي تلفات ورته زیات اوښتي دي، زیاتره خلک لاهم تر خاورو لاندې دي تلفات شېبه په شېبه زیاتېږي ځکه کورونه نړېدلي او ښځې او ماشومان تر خاورو لاندې شوي دي.»
د جلال اباد ښار اوسېدونکی محمد حسین وایي، چې د تېرې شپې زلزلې خلک ترهولي او زیاتره یې د شویو زلزلو له امله له خپلو کورنیو سره له ښاره وتلي او د یاد ولایت لېرو پرتو او ازاده فضا کې یې خېمې وهلې دي.
هغه وايي، چې د زلزلې ټکان بې مخینې و او دومره په شدت زلزله یې تر اوسه نه وه کتلې.
محمد حسین زیاتوي: «ټول خلک په وېره کې دي ځکه له تېرې شپې راهیسې دا څویم ځل دی چې زلزله کېږي، زیاتره کورنۍ له ښاره وتلي او په ډاګونو (دښتو) کې یې خېمې وهلي دي.»
په همدې حال کې د ننګرهار او لغمان روغتیایي مسوولان ویلي، چې تر اوسه د زلزلې پر مهال ۱۰ کسان مړه شوي او دغه راز ۳۳۰ تپیان دي او هره شېبه د قربانیانو شمېر مخ په لوړېدو دی.
په ورته مهال کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د تېرې شپې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۷۰۰ رسېدلی او شاوخوا زر تنه نور ټپیان شوي دي.
د کونړ د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې زلزلې د دغه ولایت په نورګل، څوکۍ، ماڼوګي، شیګل، چپې درې او وټه پور ولسوالیو کې خلک زیانمن کړي.
سرچینه زیاتوي، دې زلزلې یوازې د نورګل ولسوالۍ په مزار درې سیمه کې ۶۰۰ کسان مړه کړي او دا دره یې په بشپړ ډول له منځه وړې ده.
سرچینه زیاتوي چې دې دره کې سلګونه کسان ټپیان شوي او لږ تر لږه سل نور په پاتې نورو سیمو کې مړه شوي.