اطلاعات روز: د کونړ د نورګل ولسوالۍ د مزار درې او د ننګرهار د یو شمیر سیمو اوسېدونکي چې د یکشنبې شپې زلزلې پکې سلګونه کسان مړه او نږدې درې زره نور ټپیان کړل د لومړنیو خوراکي توکو او څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
سرچینې وايي، کونړ کې د مزار درې یو شمیر سیمو ته د لارو د خرابوالي له امله نه یوازې د ژغورنې عملیات ټکني دي؛ بلکې اغېزمنو کورنیو ته په کافي اندازه خوراکي توکي او د څښاک پاکې اوبه هم نه دي رسېدلي.
سرچینو اطلاعات روز ته وویل، که څه هم د طالبانو حکومت او یو شمېر خیریه بنسټونو ځېنې خوراکي توکي رسولي؛ خو کافي نه دي چې له امله یې ماشومان او مېرمنې له لوږې سره مخ دي.
دوی وايي، په سیمه کې د زلزلې له امله د څښاک پاکو اوبو څاګانې هم وېجاړې شوي او د څښاک پاکې اوبه په نشت حساب دي او غوښتنې یې دا دي چې طالبان او اړوندې ادارې دې اغېزمنو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.
یوه ځايي اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: « مزار دره کې خلک ډوډۍ او پاکو اوبو کمښت سره مخ دي، خلک سختې لوږې وهلي، یو څه خوراکي مواد رسېدلي؛ خو بسنه نه کوي، خلک له یوه لوري زلزلې ځپلي، زخمیان دي، مړه لري او له بل لوري یې خېټې خالي دي، زمونږ غوښتنه دا ده چې دوی ته باید ډوډۍ راوړل شي، د څښاک پاکې اوبه ورته راوړل شي، ځکه خدای مه کړه خلک د لوږې او پاکو اوبو نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.»
د مزار درې یو زلزله ځپلی محمد طارق وایي، د څو کورنیو لپاره یوه خیمه ورکړل شوې او دوی اړ دي چې د خپلو کورنیو له غړیو سره یوځای په یوه خیمه کې ژوند وکړي.
نوموړی اندېښنه لري که ژر تر ژره زیانمنو خلکو ته خیمې او خوراکي توکي ونه رسېږي ښایي زیاتره ماشومان او تی ورکوونکې مېرمنې د لوږې له امله مړې شي.
محمد طارق زیاته کړه: «دلته خلک له لوږې او تندې نور مړه کېږي ځکه له وړمې شپې راهیسې نه چا ډوله خوړلې او نه اوبه څښلي هر سړی په خپل غم کې اخته و، بیګاه شپه خلکو په نهاره تېره کړې او لاهم په زیاتره کلیو کې خلک ترخاورو لاندې دي او ځېنو سیمو ته خو لا هیڅ مرستندویه ډلې نه دي رسېدلي غوښتنه کوو چې باید مرستې وشي.»
له دې سره هم مهال طالبانو ویلي، د خپل حکومت او مرستندویه بنسټونو پرمټ یې چمتو شوي خواړه او نورې مرستې د چورلکو پرمټ سیمې ته استولي او هڅه کوي ټولو اغېزمنو ته لومړنۍ مرستې ورسوي.
خو، له کونړه ځېنو سرچینو وویل، چې لا هم د دغه ولایت مینجګل، لوړی خوړ، شماش او ځېنو نورو غریزو سیمو ته هیڅ ډول مرستندویه ډلې نه دي رسېدلي چې له امله یې مړي او ټپیان له وړمې شپې راهیسې پراته او ځېنې لاتر خاورو لاندې دي.
بلخوا د ننګرها د دره نور ولسوالۍ د «مجګنډول» اوسېدونکی طالب شاه چې د کورنۍ دوه غړي یې په وروستۍ زلزله کې له لاسه ورکړي، وایي په دارنه خوب ويده وو چې ناڅاپه زلزله وشوه او د کورنۍ پر غړو یې چت راپرېوته چې له امله یې هغه په خپله ټپي او دوه اولادونه یې له لاسه ورکړل.
نوموړی زیاتوي، په دې زلزله کې د نوموړي په ګډون د یادې سیمې لسګونه کورونه ویجاړ شوي او خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
طالب شاه زیاتوي: «مور، مېرمن او لور مې ټپیان شوي دلته یې سطحي درملنه شوې، له تېرې شپې راهیسې مو خوب نه دی کړی ځکه کور مو وران شوی او کلیوالو خلکو راسره د خوړو مرسته کړې خو نور نه حکومت او نه موسېسو مرسته کړې مونږ مرستو ته اړتیا لرو او د خدای اېلې ته ناست یو.»
د دره نور د «اوتران» سیمې اوسېدونکي شاپور په وینا د خلکو کورونه ویجاړ شوي او د سرپناه او لومړنیو خوراکي او غیر خوراکي توکو ته سخته اړتیا لري.
هغه وایي، چې تراوسه یې د حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري هیڅ ډول نه ده شوې، چې ښځې او ماشومان د سرپناه نشتوالي له امله شپه او ورځ تر شنه اسمان لاندې لاندې تېروي.
په همدې حال بیا ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، چې د دغه ولایت سربېره د کونړ زلزله ځپلو ته یې هم روغتیایي او بشري مرستې رسولي او دا لړۍ لا دوام لري.
د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یوازې تېره ورځ د ننګرهار له هوایي ډګر څخه چورلکو ۸۶ پروازونه کړي، چې له کونړ څخه یې له ۱۰۰۰ زیات ټپیان ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدولي، ۳۶۷ کسان یې ژغورلي او پر ۶۱۰۰ کسانو یې خوراکي موادو وېشلي دي.
بلخوا یو شمېر سوداګرو او نورو هیوادونو هم د افغانستان په ختیځ له زلزله ځپلو کورنیو سره خواشیني ښودلې او د مرستو ټټر یې وهلی دی.
د دوشنبې شپې زلزلې د کونړ په مزار دره کې ستر ناورین را منځته کړی چې له امله یې د ښځو او ماشونو په ګډون څه باندې ۱۰۰۰ تنه مړه او تر درې زره زیات ټپیان شوي دي.