اطلاعات روز: د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې په کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د وروستۍ وېجاړونکې زلزلې له امله یو زرو او ۱۲۴ تنه مړه او درې زره او ۲۵۱ نور ټپیان شوي دي.
د دې ټولنې په وینا، چې ډېره مرګ ژوبله د کونړ په نورګل، څوکۍ، وټه پور او ماڼوګي ولسوالیو کې رامنځته شوې چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې سرې میاشتې زیاته کړې چې دې زلزلې شاوخوا ۸۰۰۰ استوګنیز کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ کړي دي.
سرې میاشتې زیاته کړې، چې لا هم د زلزلې له امله ګڼ شمېر اغېزمن شوي تر خاورو لاندې دي او د ژغورنې عملیات یې دوام لري.
د دوشنبې په شپه ۶.۱ درجې زلزلې د کونړ، ننګرهار او لغمان سربېره د افغانستان یو شمېر نورو ولایتونو ترڅنګ خیبر پښتونخوا هم لړځولي، چې له امله یې د کونړ د نورګل ولسوالۍ مزار دره شاوخوا ۹۰ له منځه وړې ده.
تېره ورځ د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کونړ کې د وروستۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۸۰۰ او د ټپیانو شمیر شاوخوا درې زره اعلان کړی و.