اطلاعات روز: د کونړ نورګل ولسوالۍ د مزار درې اوسېدونکي وايي، لا هم په زیانمنو سیمو کې خلک تر خاورو لاندې دي او نیوکه کوي چې د طالبانو له لوري د ژغورنې عملیات پڅ روان دي.
اغېزمن شوي دغه راز د لومړنیو خوراکي توکو، څښاک پاکو اوبو او درملو له کمښت او حتا نشتوالي شکایت کوي او نیوکه یې دا ده چې طالبان ژغورنې عملیاتو او مرستو ته د نمایش بڼه ورکوي.
دوی ټینګار کوي که نړۍوالې ژغورنډلې سیمې ته ونه رسېږي ګڼ ټپیان به د مرستندویانو د نه رسېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د یکشنبې په شپه زورورې زلزلې د کونړ د نورګل ولسوالۍ په مزار درې، د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل درې، د وټه پور، ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو کې ۱۴۱۱ کسان مړه او ۳۱۲۴ نور ټپیان کړي دي.
طالبان وايي، دا وروستۍ شمېرې نه دي او په اغېزمنو شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دې زلزلې یوازې په کونړ ولایت کې څه باندې پنځه زره استوګنیز کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ کړي دي.