اطلاعات روز: د طالبانو د شمېرو له مخې، پرون ورځ (سې شنبه، ۱۱ د وږي) دوه زره او ۷۲۵ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس په راپور کې راغلي، چې ۱۰زره او ۹۸۴ کسان د تورخم، سپین بولدک، انګور اډې او بهرامچې له لارو له پاکستان او ۸زره او ۵۲۱ تنه نور د اسلام کلا او د ورېښمو له لارو له ایران څخه افغانستان ته داخل شوي دي.
د دوشنې ورځ هم دوه زره او ۷۳۵ کورنۍ چې ۱۶ زره او ۳۳۸ تنه کیدل افغانستان ته راستانه شوي وو.
له پاکستان څخه د کډوالو ایستل زیاته شوي او په ورته مهال د کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان له لوري ورکړل شوې موده هم پای ته رسیدلې ده.
ایران هم د وږي میاشتې تر ۱۵مې پورې بې اسناده کډوالو ته وخت ورکړی، چې افغانستان ته ستانه شي، که نه تر دې نیټې وروسته به جریمه کړل شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې سږ کال له ایران او پاکستان څخه ۲.۳ میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالو د راستنیدنې کړکېچ په داسې مهال کې دوام لري چې افغانستان د زلزلې له کړکېچه رنځېږي او زرګونه کسان مړه او ټپیان دي.
د تېرې یکشنبې په شپه د افغانستان ختیځ زورورې زلزلې ولړزاوه چې تر اوسه پکې تر ۱۴۰۰ زیات کسان مړه شوي، له درې زرو زیات ټپیان او همدا راز زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.