close

د کونړ غمیزه او د طالبانو ناغېړي؛ د مزار درې په شولت سیمه کې لا هم خلک تر خاورو لاندې دي

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې په شولت سیمه کې لا هم د ژغورنې عملیات نه دي پیل شوي او خلک تر خاورو لاندې دي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي نن (پنجشنبه، ۱۳ د وږي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د درې ورځو په تېرېدو لا هم طالبان او نورې مرستندویې ډلې شولت سیمې ته نه دي رسېدلي.

سرچینې وايي، که څه هم سیمې ته ورغلې  لارې خرابې دي؛ خو د طالبانو له لوري بشري قوه کافي نه ده چې له امله یې شولت سیمه کې خلک تر خاورو لاندې او احتمال شته چې ګڼو ټپیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

یو شمېر نور ځايي خلک بیا وايي، چې شولت سیمې ته تر اوسه لومړنۍ بېړنۍ مرستې هم نه دي رسېدلي چې له امله یې د زلزلې له امله ژوندي پاتې کسان له جدي ننګونو سره مخ دي.

دوی اندېښنه لري که اغېزمنو شویو ته پر وخت مرستې ونه رسېږي ښايي د لوږې او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله خپل ژوند وبایلي.

دا شکایتونه داسې مهال کېږي چې د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د زلزلې له امله ټولو زیانمنو شویو سیمو ته د ژغورنې عملیاتي ټیمونه رسېدلي؛ خو خلک وايي د طالبانو هڅې پڅې او د لومړنیو بېړنیو مرستو بهیر نامنظم دی.

تېره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، چې د یکشنبې شپې زورورې زلزلې یوازې په کونړ ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۵۷ تنه مړه او ۳۳۹۴ نور ټپیان کړي دي.