اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په منډول ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسلوالو دوه کسان په ډزو وژلي.
سرچینه وایي، دا کسان چې ګل رحمان او عبدالوهاب نومېدل، نن (چهارشنبه، ۱۲ د وږي) ماسپښین درې بجې د منډول ولسوالۍ په «کویشت» سیمه کې وژل شوي.
سرچینه زیاتوي چې د عبدالوهاب په نوم کس له کابله خپلې سیمې ته په مېلمستیا ورغلی و چې د ناڅرګندو کسانو له خوا په نښه شوی.
سرچینې ویلي د پېښې لامل نه دی څرګند کړی؛ خو ویل کېږي چې وسلوال له سیمې تښتېدلي دي.
تر اوسه نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ختیځو ولایتونو کې د هدفي او مرموزو وژنو او جنایي پېښو ګراف لوړ شوی او خلک طالبانو د امنیت ټینګښت په برخه کې پر ناغېړۍ تورنوي.