close

ختیځ کې مرګونې زلزله؛ ښځینه ډاکټرانو ته په مشروط ډول د ورتګ اجازه ورکړل شوې

اطلاعات روز: په ننګرهار کې یو شمېر ښځینه ډاکټرانې وایي، چې د کونړ زلزله ځپل شویو سیمو ته د طالبانو له لوري په مشروط ډول د ورتګ اجازه ورکړل شوې ده.

یوې ښځینه ډاکټرې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې د دوی د پرله پسې هلو ځلو، په روغتونونو کې د ښځینه روغتیاپالو د کمښت، پر طالبانو د خلکو د نیوکو او په ځپل شویو سیمو کې د ښځینه روغتیایي پرسونل د نشتون له امله طالب مسوولان اړ شوي، چې دوی ته د ځانګړو شرایطو پر اساس د ورتګ اجازه ورکړي.

دغه ډاکټره زیاتوي، چې نن (پنجشنبه، ۱۳ د وږي) ګڼ شمېر ښځینه روغتیاپالانې د کونړ زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلي او هلته له ګرځنده روغتیایي ټیمونو سره یو ځای شوي، څو په سیمه کې د ځپل شویو ښځو او ماشومانو درملنه وکړي.

سرچینې وویل: «د تګ اجازه تېره شپه راکړل شوې د عامې روغتیا د رییس له لوري، خو شرط یې دا دی، چې له هرې ښځینه ډاکټرې سره به محرم (خاوند، ورور، پلار…) وي دغه راز حجاب باید مراعات کړي او په سیمه کې دې له نارینه ډاکټرانو جدا فعالیت ولري، همدارنګه که په سیمه کې خدمات ترسره کوي نو ښځينه روغتیاپالانې دې انځور اخېستونکی موبایل نه کاروي؛ خو دا ټول شرطونه مونږ منلي او د هیوادوالو خدمت ته ورغلي یو.»

هغه انځورونه چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي په کې لیدل کېږي، چې ښځينه ډاکټرانې په زلزله ځپلو سیمو کې د ښځو او ماشومانو درملنه کوي له تود هرکلي سره مخ شوي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست پخواني رییس قاري احسان الله ساجد په خپله فېسبوک پاڼه د ښځینه ډاکټرانو ستاینه کړې او لیکلي یې دي: « د وطن ویاړلې خویندې، د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې د خپلو وطنوالو درملنه کوي.»

ځېنو نورو طالبان ننګولي چې د دوی د بندېزونو له امله نجونې له زده کړو محرومې شوي او دا حالت یې اندېښموونکی بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې څو ورځې وړاندې په کونړ او ننګرهار کې د زلزلې پر مهال د زیاتو ټپیانو له امله روغتونونه د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ شوي وو او ګڼو هغوی ته یې د طالبانو له لوري له ځپل شویو سیمو ته د ورتګ اجازه نه وه ورکړل شوې.

طالبانو د خپلې څلور کلنې واکمنۍ پر مهال پر نجونو د کار او زده کړو محدودیتونه وضعه کړي، چې له امله یې نه یوازې نجونې له زده کړو محرومې شوي، بلکې په روغتیایي مرکزونو کې کمښت یې ستونزې هم راولاړې کړې دي.