اطلاعات روز: فراه کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي.
ځايي سرچینې وايي، چې دا پېښه پرون (دوشنبه، ۱۷ د وږي) د بالابلوک ولسوالۍ اړوند «ګنجاباد» کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، ماین د ملنګ جان په نوم د یو کس په کور کې چاودلی، چې پر مهال یې پخپله نوموړی د هغه مېرمن، څلور زامن او دوې لوڼې وژل شوي دي.
د ګنج اباد کلي اوسېدونکي زیاتوي چې د چاودنې له امله د ملنګ جان کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. د ملنګ جان د کاروبار یا دندې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
تر اوسه د ماین د نوعیت او د پیښې څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی او نه هم ځایي طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ویلي دي.
افغانستان کې د اوږدو جګړو له امله جګړه ځپلې سیمې لا هم له ماینونو او ناچاده توکو ډکې دي، چې له امله یې وخت ناوخت دا ډول پیښې رامنځته کېږي.