اطلاعات روز: د بشر حقونو څار سازمان یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې په افغانستان کې «د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو د جنایتونو» په شمول دې د بشري حقونو د نقض په تړاو د څېړنې لپاره د حساب ورکولو یو خپلواک او جامع میکانیزم رامنځ ته کړي.
په بشر حقونو څار کې د افغانستان د برخې مسوولې فرشتې عباسي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په غونډه کې ویلي چې داسې میکانیزم یا بنسټ کولای شي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورچې د ماموریت بشپړوونکی وي.
اغلې عباسي ویلي: «د افغانستان د بشري حقونو د کړکېچ په زړه کې له ژور مصوونیت سره د مبارزې لپاره به د حساب ورکولو دا بنسټ یو حیاتي ابزار وي او عدالت، حقیقت او د جبران خسارت ته د قربانیانو د لاسرسي چارې به مخته وړي.»
د افغانستان د برخې لپاره د بشر حقونو د څار څېړونکې ویلي چې دا بنسټ همدا راز کولای شي د یو مخنیوونکي په توګه مهم رول ادا کړي.
دې ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په دې تړاو ځنډ نشي کولای او باید په روانه غونډه کې همداسې یو بنسټ جوړ کړي.
فرشتې عباسي د ښځو پر خلاف د طالبانو سیاستونو ته اشاره کړې او ویلي یې دې چې دې ډلې د ښځو او نجونو د حقونو پر خلاف خپل بریدونه نور هم سخت کړي دي.
دې ویلي چې د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو پراخ سیسټماټیک بریدونه د «جنسیتي ځورونې» له امله د بشریت پر خلاف له جرم سره برابر دي او د ملګرو ملتونو کارپوهان یې «جنسیتي اپارتاید» بولي.
د اغلې عباسي په وینا، د ښځو پر خلاف د طالبانو بندیزونه د ښځو تر تګ-راتګ او د بیان تر ازادۍ پورې پراخ شوي او تر پخوا یې په زیاته کچه د ښځو مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه محدود کړي دي.
د بشر حقونو څار تر دې وړاندې هم د افغانستان د ښځو پر خلاف د طالبانو سیاستونه «د بشریت پر خلاف جنایت» بللي او غوښتنه یې کړې چې د افغانستان په تړاو باید د حساب ورکولو یو خپلواک میکانیزم رامنځ ته شي.