close

پر انځور اخیستنې بندیز؛ په کندهار کې د یوټیوبرانو پر فعالیت بندیز ولګېد

اطلاعات روز: په کندهار ولايت کې د طالبانو د امر بالمعروف رياست له خوا تصوير او فلم اخيستونکو ته جدي خبر ورکول شوی چې له ويډيو او تصوير اخيستلو په کلکه ډډه وکړي.

په کندهار ولايت کې سرچينې وايي چې تازه د طالبانو امر بالمعروف رياست د يوټيوب چینلونو له چلوونکو او ممثلينو سره غونډه کړې او هغوی ته یې جدي سپارښتنه کړې چې په خپلو فعاليتونو کې دي د تصوير او ويډيو له اخيستلو ډډه وکړي.

په ورته وخت کې په کندهار کې د «زر چنار» په نوم د یوه یوټیوب چنیل چلوونکي او ممثل هم نن (سې‌شنبه، ۱۸ د وږي) پر خپلو ټولنيزو رسنيو په يوه ليکنه کې ويلي چې تردې وروسته د «امر بالمعروف قانون» د ۲۲مې مادې پر اساس نه غواړي چې ویډیویي فعالیت وکړي.

دې ممثل ویلي چې دوی له هر ډول ويډيويي فعاليت څخه منعه شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف د قانون له مخې د ژوندیو شیانو د انځور پر خپرولو بندیز دی او په همدې لړ کې یې په ګڼو ولایتونو کې پر ټلویزونونو هم بندیز لګولی دی.