close

د یونیسف استازی: د زلزله ځپلو سیمو نجونې له ځانګړو خطرونو سره مخ دي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی تاج‌الدین اویواله وایي، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې تر ټولو دروند بار ماشومان پر اوږو وړي او په ځانګړي ډول نجونې له ځانګړو خطرونو سره مخ دي.

هغه په ​​جینیوا کې یوې خبري غونډه کې ویلي: «افغانستان یو ځل بیا له غمیزې سره مخ دی او ماشومان د یو سخت بحران په درشل کې دي.»

د یونیسف استازي زیاته کړې، چې په زلزله کې لږ تر لږه یو زرو ۱۷۲ ماشومان مړه شوي، چې د ټولو تلفاتو له نیمایي څخه ډیر دي. سربیره پردې ۴۵ ماشومان له خپلو کورنیو څخه جلا شوي او ۲۷۱ نوي یتیمان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، د افغانستان په ختیځ کې زلزلې د شاوخوا دوه زره او ۱۶۴ کسانو ژوند اخیستی او له درې زره او ۴۲۸ څخه ډیر یې ټپیان کړي دي.

د یونیسف استازي ویلي، چې داسې ناورینونو کې تل ماشومان تر ټولو زیات زیان ویني.

د هغه په وینا، په ټوله کې له نیم میلیون څخه زیات کسان اغېزمن شوي، چې په منځ کې یې ۲۶۳ زره ماشومان شامل دي، کوم چې اوس له لا ډېرو خطرونو سره مخ دي.

د یونیسف استازي زیاته کړې: «په ځانګړي ډول نجونې له ځانګړو خطرونو سره مخ دي. کله چې کورونه ویجاړ شي، نجونې اکثرا په هغه هیواد کې چې د زده کړې حق یې له لویو خنډونو سره مخ دی، لومړنۍ وي چې له ښوونځي څخه بې برخې کېږي. کله چې کورنۍ خپله ګذران له لاسه ورکړي، نجونې د کوچنیوالي پر مهال د ودونو له لا ډېرو ګواښونو سره مخامخ کېږي.»

هغه ټینګار کړی، که د نړېوالې ټولنې له لوري اقدام ونه شي، دا بحران به شته نابرابرۍ لا ژورې کړي او د نجونو پر اوږو به نابرابر دروند بار واچوي.

د یونیسف استازي یادونه کړې چې «ټولنیز رواجونه مرسته رسونه لا پسې پېچلې کوي.»

هغه ویلي، چې یونیسف او د هغې شریکان د ښځینه مرستندویه کارمندانو ګمارلو ته لومړیتوب ورکوي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ښځې او نجونې کولی شي په خوندي او مساوي ډول مرستې ته لاسرسی ومومي.

مرستندیه ادارو تر دې مخکې په زلزله ځپلو سیمو کې د ښځینه مرستندویه کارمندانو او ډاکټرانو د کمښت راپور ورکړی و. طالبانو د ښځو په تګ راتګ او فعالیتونو سخت بندیزونه لګولي دي. مرستندویه ادارې د دې بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې د ښځینه روغتیایي کارکوونکو شتون روغتیایي پاملرنو ته د ښځو او ماشومانو د لاسرسي لپاره حیاتي اهمیت لري.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزله‌ ځپلو تر منځ له ۱۱ زرو او ۶۰۰ ډېرې حاملې ښځې په موقتي پناه ځایونو کې له خطر سره مخ دي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې یوې مرګونې زلزلې د افغانستان ختیځ ولړزاوه. دې پېښې په کونړ ولایت کې درانه ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی، چې د وروستیو شمېرو له مخې، په دې زلزله کې ۲ زره او ۱۶۴ تنه مړه شوي او ۳ زره او ۴۲۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دې ادارې په وینا، په مړو شویو کې ۵۱۶ ښځې، ۴۷۶ سړي، ۵۰۹ نجونې او ۶۶۳ هلکان شامل دي.
اوچا زیاتوي، چې په ټپیانو کې هم یو زر او ۸۷۵ ښځې او یو زر او ۵۵۳ سړي شامل دي.

د اوچا د راپور له مخې، د دې زلزلې له امله ۵ زره او ۹۵۰ کورونه ویجاړ شوي او یو زرو او ۱۹۵ نور کورونه زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو ادارو د مرستې د دوام لپاره د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

یونیسف ویلي، چې د مرستې د دوام لپاره ۲۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د دې سازمان استازي ویلي: «موږ له مرسته کوونکو او نړېوالې ټولنې څخه غواړو چې په دې حساسو شېبو کې د افغانستان د ماشومانو تر څنګ ودرېږي. هغوی باید یوازې له دې بحران سره مخ نه شي؛ او زه پوهېږم چې هغوی به دا کار ونه کړي، تر هغه چې موږ د اقدام لپاره اړین وسایل ولرو.»