اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وایي، چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د یو کور دیوال غورځېدو له کبله د یوې کورنۍ ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، چې پېښه تېر ماښام (جمعه، ۲۱ د وږي) د چپرهار ولسوالۍ د «هدیاخېلو» کلي کې د دیوال د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې پر مهال یې دوه کسانو ژوند بایللی او ۹ نور ژوبل شوي دي.
نوموړی زیاتوي د پېښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي، چې د نوي دیوال څنګ ته چې په یوه ورځ کې څو متره لوړ شوی و ناست وو، چې پرې راغوځېدلی او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د هغه په خبره ټپیان د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته وړل شوی او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې په یاده پېښه کې دوه ماشومان مړه شوي، چې عمرونه یې د ۷ او ۸ کلونو ترمنځ دي او دغه راز په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو او طوفانونو له امله د کور چت او دېوالونو نړېدو پېښو کې ګڼ شمېر هېوادوال مړه او ټپیان شوي دي.