اطلاعات روز: د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایې چې د ختیځ له زلزله ځپلو سره د تاجکستان د ۳ زره ټنه بشري مرستو لومړۍ جوپه ننګرهار ته راورسېده.
په دې ولایت کې د طالبانو د رسنیو له دفتره نن (یکشنبه،۲۳د وږي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې بشري مرستې په کابل کې د تاجکستان سفیر سعید شریفي د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ته سپارلې دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې یادې مرستې په ۱۲۰ موټرو کې بار دي چې له ډلې یې تراوسه ۹ موټر تر ننګرهار رارسېدلي او پاتې نور به یې هم په نږدې ورځو کې راورسېږي.
تاجکستاني چارواکو د یادو مرستو د سپارلو پرمهال په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د نورو بشري مرستو ډاډ هم ورکړی دی او ټينګار یې کړی چې له زیانمنو شویو کورنیو به خپلې مرستې ونه سپموي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې مرستو کې سېمنټ، ګول سېخ، خېمې، لاس ګاډي، ورېجې، بوره، غوړي، قیماق، مکروني، اوړه او کڼ شمېر نور خوراکي توکي شامل دي.
له دې وړاندې هند، جاپان، قطر، ایران او ځېنو نورو هیوادونو هم په کونړ کې له زلزله ځپلو کورونیو سره د بشري مرستې ترسره کړې دي.
په ختیځ کې د زلزله ځپلو کورنیو کورونه د زلزلې پر مهال ویجاړ شوي او اوسمهال په دښتو او کروندو کې تر خېمو لاندې شپې او ورځې سبا کوي.