close

د یوناما رییسې مرستندویه بنسټونه له زلزله ځپلو سره د مرستې په پار وهڅول

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د افغانستان ختیځ کې له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې پر مهال مرستندویه بنسټونه هڅولي چې د اغیزمنو شویو خلکو څخه د ملاتړ لپاره لاس په کار شي.

هغې ویلي، چې ملګرو ملتونو زلزله ځپلو سیمو کې د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره د ۱۳۹ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې او په وینا یې که دغه بودیجه تمویل نه شي د اغېزمنو خلکو ژوند به د راتلونکي ژمي پر مهال له جدي ګواښ سره مخ شي.

روزا اوتنبایوا دغه راز د مرستو په رسولو کې د ښځو پر حیاتي رول ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو محدودیتونو د ښځو لپاره د مرستو رسولو مخه ډب کړې ده.

طالبانو پر ښځو خپل محدودیتونه لا پسې سخت کړي او په تازه توګه یې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د ننوتلو مخه نیولې ده. د طالبانو د دې بندیز له امله بیرته راستنیدونکو ته د مرستو ویش دریدلی دی.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) له طالبانو غوښتي چې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز لېرې کړي، ځکه دغه کار د حیاتي بشردوستانه مرستو وېش له جدي ګواښ سره مخامخوي.