close

ننګرهار کې د یو کس جسد موندل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو ۳۰ کلن کس جسد موندل شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د دغه کس جسد تېره ورځ (یکشنبه، ۲۳ د وږي) ناوخته د بهسودو ولسوالۍ «بېلې» سېمې اړوند په کونړ سیند کې موندل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه کس جسد د ځایي خلکو له لوري له سیند را اېستل شوی او روغتون ته انتقال شوی، تر څو یې کورنۍ پیدا او ورته وسپارل شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې تر اوسه د یاد کس هویت او د مړينې انګېزه نه ده څرګنده چې ولې سيند ته غورځول شوى دی.

ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه د یادې پېښې د څرنګوالي او انګېزې په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې مهال دی، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت او د هېواد په یو‌ شمېر نورو سیمو کې ورته پېښې رامنځته شوي، خو د عاملینو په تړاو بیا کوم معلومات نه دي شریک شوي.