close

خلیل‌زاد: د پاکستان دولت دې له پاکستاني طالبانو سره خبرې وکړي

اطلاعات روز: له طالبانو سره په مذاکراتو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد د پاکستان حکومت ته سپارښتنه کړې چې له پاکستاني طالبانو سره خبرې وکړي او د سیاسي هوکړې په لټه دې شي.

هغه تېره شپه (یکشنبه، ۲۳ د وږي) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې له ۲۰۲۱ کال څخه مخکې د پاکستان دولت تل امریکا او افغان دولتونو ته سپارښتنه کوله، چې له افغان طالبانو سره خبرې وکړي او د یوې سیاسي هوکړې په لټه دې شي او اوس د پاکستان لپاره هم وخت دی چې دا کار وکړي.

خلیل‌زاد ویلي، چې د افغانستان طالبان باید په داسې خبرو اترو کې له پاکستان سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې، چې که د پاکستان دولت په پوځي حل باور لري، نو غلطي کوي او پرځای یې باید «سیاسي ستراتیژۍ ته مخه کړي او خبرې اترې وکړې».

خلیل‌زاد د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال، د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه له طالبانو سره خبرې پیل کړې، چې په پایله کې یې د دوحې تړون په لاسلیکولو سره افغان حکومت سقوط او طالبان بیرته واک ته ورسیدل.

د پخواني ولسمشر په ګډون ډېرو افغان سیاستوالو د افغان حکومت د سقوط او واک ته د طالبانو د راستنېدو په اړه پر خلیل‌زاد نیوکه کوي او هغه د معاملې په کولو  تورنوي.

له طالبانو څخه د خلیل‌زاد ملاتړ په دې وروستیو کې څرګند شوی دی. هغه اوس د طالبانو د مخالفینو پر وړاندې دریځ نیسي او وايي، چې د طالبانو د رژیم د نسکورولو لپاره تاوتریخوالی غلط کار دی.

هغه دوه ځله د امریکایي پلاوي سره کابل ته سفر کړی، که څه هم نوموړی د امریکا په دولت کې رسمي دنده نه لري.

زلمی خلیل‌زاد دغه راز د افغانستان په تړاو د پاکستان پر تګلارو یو له نیوکه کوونکو څخه دی. د هغه سپارښتنه د پاکستان دولت ته د ټي‌ټي‌پي (پاکستاني طالبانو) سره د خبرو په اړه په داسې وخت کې کېږي، چې په پاکستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او اسلام‌اباد پر کابل غوسه دی.

د همدې اوونۍ په لومړیو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف طالبانو ته خبرداری ورکړ چې باید د پاکستان او ټي‌ټي‌پي تر منځ یو وټاکي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ټاکل شوې د پاکستان ځانګړی استازی په راتلونکو ورځو کې د اسلام‌اباد له جدي پیغام سره کابل ته سفر وکړي.