اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز کې د یو بار وړونکي موټر د چپه کیدو له کبله دوه تنه مړه او یو بل سخت ټپي شوی دی.
یوې سرچینې وویل، چې دغه پېښه نن (دوشنبه، ۲۴ وږي) سهار شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د کندهار ښار اړوند د «باغ پول» سیمې ته څېرمه رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي، په دې پیښه کې یو باروړونکی ټیلر موټر چې پنبه یې بار کړې وه یاده سیمه کې پر یوې ریکشې چپه شوی او پر مهال یې رکشه کې ناست سپینږیری جانان او د هغه زوی ژوند له لاسه ورکړی او د یو بل کس ټپي شوی دی.
د ژوبل شوي کس د روغتیایي وضعیت په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم کندهار کې د طالبانو مسوولینو په دې اړه څه ویلي دي.
په هېواد کې ډېری ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ، ګړندي تګ او د خرابو لارو له امله رامنځته کېږي.