close

طالبانو په کندهار کې یو غل په ډزو وژلی

اطلاعات روز: له کندهار څخه ځایي سرچینې وايي چې طالبانو د دې ولایت د مرکزي ښار په دوولسمه امنیتي حوزه کې د «نازک کوټې» په سیمه کې پر غلو ډزې کړې چې له امله یې یو غل وژل شوی او بل تن له سیمې تښتېدلی دی.

د سرچینو په وینا، پېښه نن (دوشنبه، ۲۴ د وږي) د ماښام شاوخوا ۸:۳۰ بجې رامنځته شوې.

طالب چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې د غلاوو او جنایي پېښو راپورونه زیات شوي چې د خلکو د امنیتي اندېښنو لامل شوي دي.