اطلاعات روز: د افغانستان کریکیټ ملي لوبډلې د اسیا جام د لوبو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې له بنګله دېشۍ لوبډلې څخه په نهو منډو ماتې وخوړه.
دا لوبه چې نن (سېشنبه، ۲۵ د وږي) په ابوظبۍ کې ترسره شوه، بنګله دیشۍ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې وکړې.
افغانستان وکولای شول چې په ټاکلو شلو اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۴۶ منډې وکړي او په دې توګه لوبه د نهو منډو په توپیر وبایلي.
د افغانستان له لوري یوازې د پیل لوبغاړي رحمان الله ګربز تر ټولو زیاتې ۳۵ منډې وکړې.
د یادونې وړ ده چې افغانستان د اسیا جام د لوبو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې هانک کانګ ته ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې ده چې افغانستان به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ له سریلانکایۍ لوبډلې سره مخامخ کېږي او تر دې لوبې وروسته به یې په جام کې د مخکې تګ برخلیک هم جوتېږي.