close

د طالبانو له خوا د انټرنیټ محدودول؛ ننګرهار کې هم نوري فایبر بندېږي

اطلاعات روز:  ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې ډېر ژر به دغه ولایت کې هم لکه د نورو ولایتونو په څېر نوري فایبر (لایني) انټرنېټ بند شي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون نن (چهارشنبه، ۲۶ د وږي) ویلي، چې په نږدې ورځو کې به په دغه ولایت کې هم پر ليني انټرنېټ بنديز وضعه شي.

نوموړی د انټرنېټ د بندېدو لامل په ټولنه کې د اخلاقي فساد مخنیوی او دغه راز په ټولنه کې اصلاحات یادوي.

قریشي زیاته کړې: «هو! لکه د هیواد په نورو ولایتونو کې چې پر فایبر انټرنېټ بندېز لګېدلی، ډېر ژر به په ننګرهار او د ختیځ په نورو ولایتونو کې هم دغه انټرنېټ پرې شي او ممکن دا لړۍ ټولو ولایتونو ته وغځېږي.»

له دې سربېره له لغمان څخه یو شمېر سرچینو اطلاعات روز ته وویل، چې له تېرې ورځې راهیسې دغه ولایت کې د انټرنېټ سرعت کم شوی او آنلاین خدمتونو ته لاسرسی د پخوا پرتله ډېر ستونزمن شوی دی.

سرچینې زیاتوي ممکن په دغه ولایت کې هم پر انټرنېټ د طالبانو له لوري محدودیتونه وضعه شي. د راپورونو له مخې په هرات، هلمند، بلخ، کندهار، پروان او ځېنو نورو ولایتونو کې هم د نوري فایبر پر انټرنیټي خدمتونو بندیز لګول شوی دی.

په افغانستان کې د نورو خصوصي او دولتي مخابراتي شرکتونو د سیم کارټونو له لوري د انټرنېټي خدمتونو ترڅنګ فایبر نوري (کېبلي) انټرنېټ چټک خدمتونه وړاندې کوي، چې دغه انټرنېټ د مبایل او بې سیم انټرنېټ په پرتله چټک او ثابت دی.