اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین خبر ورکوي چې په دې ولایت کې یې د ۹۵ مېلیونه او ۱۲۳ زره او پنځه سوه افغانیو په ارزښت ۹۰۰۰ کېلو ګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې وپلورلې.
د نورستان د کانونو او پټرولیم طالب رييس سید رحیم عمیر وايي، دا ډبرې نن (سېشنبه، ۲۵ د وږي) د دې ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ازادې داوطلبۍ پرمهال پلورل شوې دي.
سید رحیم عمیر ویلي، د دغو ډبرو د پیسو له درکه ۹مېلیونه او ۵۱۲ زره او ۳۵۰ افغانۍ عواید د طالبانو د حکومت خزانې ته جمع شوي.
نوموړی زیاتوي چې دا ډبرې د دواب ولسوالۍ له «ماوي کان» استخراج شوې وې چې د پلور په مراسمو کې یې د یو شمېر چنايي سوداګرو سربېره ۱۵۰ کورنیو سوداګرو برخه اخېستې وه.
دا په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دې ډلې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د پېرـ پلور او کانونو د استخراج لړۍ چټکه کړې او باور دا دی چې د خپل حکومت د لګښتونو ځېنې برخې له دې لارې تمویلوي.