close

د طالبانو امر بالمعروف وزارت د څه باندې «۱۵۰۰ رواني ناروغانو» د راټولولو خبر ورکړی

اطلاعات روز: د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وایي، چې په تېرو څو ورځو کې یې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه یو زرو او ۵۱۰ «رواني ناروغان» راټول کړي دي.

د دغه وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر نن (چهارشنبه، ۲۶ د وږي) په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې دا کسان د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر اساس راټول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه کسان د مرکز او ولایتونو په کچه د «سرې میاشتې» ادارې ته سپارل شوي، ترڅو درملنه یې وشي او که درملنه یې نه کېږي، نو «دارالمجانین» کې به وساتل شي.

د امر بالمعروف وزارت ویاند وایي، ډېری دغه کسان د هرات او فاریاب ولایتونو څخه راټول شوي، خو کره شمېر یې نه دي وړاندې کړي.

د هغه په وینا، چې یو شمېر نور رواني ناروغان د کابل، میدان وردګ، زابل، بدخشان، کندز، تخار، هلمند او نورو ولایتونو څخه راټول شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وایي، د «رواني ناروغانو د راټولولو کمپاین» د هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ د دغه وزارت له لوري روان ساتل کېږي او د هیواد په سطحه به ټول ښځینه او نارینه رواني ناروغان راټول کړي.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې د طالبانو له لوري راټول شوي کسان په کومو شرایطو کې ساتل کېږي.

طالبانو له دې وړاندې هم په ښارونو کې د سوالګرو د راټولولو پراخ کمپاین پیل کړی و، خو د فقر او بېکارۍ له ډېرښت سره، لا هم ګڼ شمېر کسان په ښارونو کې سوال کوي.