اطلاعات روز: له کندهار څخه ځايي سرچينې خبر ورکوي چې د کندهار ښار په څلورمې ناحيه کې نامعلومو وسلوالو د ولسي جرګې د پخوانۍ وکيلې فريبا کاکړ مېړه داود شاه په ډزو وژلی دی.
د يادي سرچينې په وینا، نامعلوم وسلوال تېره ورځ (سېشنبه، ۲۵ د وږي) د څلورمې ناحیې په «برو» سیمه کې د هغه کور ته ننوتلي او پر سر یې ویشتلی دی.
دې سرچينې چې نه یې غوښتل نوم يې خپور شي، اطلاعات روز ته ویلي وايي چې داود شاه څو ورځې مخکي له کاناډا د سياحت لپاره کندهار ته راغلی و.
په ورته وخت کې يوه بله سرچينه وايي چې پر داود شاه د درو کسانو د وژنې تورونه هم و.
په کندهار کې طالبانو تر اوسه د يادې پيښې په اړه څه نه دې ويلي.