اطلاعات روز: د لغمان امنیتي مسوولین وایې چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او اته نور ژوبل دي.
په لغمان کې د طالبانو د پولیس ویاند محمد یونس یوسفزی وایې چې پېښه نن ماسپښین (چهارشنبه، ۲۶ د وږي) شاوخوا یوه نیمه بجه د کابل-جلال اباد پر لویه لار د قرغیو ولسوالۍ «خیرو خېلو» سیمه کې د دوو فیلډر موترو ترمنځ رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره په یاده پېښه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه شوي او ۸ نور ټپیان شوې دي.
نوموړی زیاتوي چې د پېښې ټپیان یې پر وخت د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدولي چې ډاکترانو یې وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
د موټرو ګړندی تګ، د ترافیکي قوانینو نه مراعات او د سړکونو خرابوالی د ترافیکي پېښو د رامنځ ته کېدو عوامل ګڼل کېږي.