اطلاعات روز: د افغانستان د رسنیو ملاتړي سازمان په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له لوري نوري فایبر انټرنیټ ته د لاسرسي قطع کول غندلي دي.
دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۲۶ د وږي) ویلي چې دا اقدام «د پراخ سانسور او د خلګو او رسنیو د غږ خاموشولو هڅه ده».
د دې بنسټ په وینا، انټرنیټ ته پر لاسرسي محدودیت ازادو معلوماتو او حیاتي خدماتو ته د میلیونونو وګړو لاسرسی له خنډ سره مخ کوي او د بیان ازادي او رسنیز کار له سخت ګواښ سره مخ کوي.
د افغانستان د رسنیو ملاتړي سازمان له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو او بیان د ازادۍ له مدافع بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې د انټرنیټ د زیاتېدونکو او د معلوماتو د ازاد جریان په وړاندې د رامنځ ته کېدونکو خنډونو په وړاندې جدي غبرګون وښیي او طالبان وهڅوي چې دا بندیزونه لغو کړي.
طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې نوري فایبر انټرنیټ «د منکراتو د مخنیوي» په موخه قطع کړی دی.
دا بندیز لومړی له بلخ څخه پیل شو او وروسته په جنوبي ولایتونو کندهار او هلمند او همدا راز په شمال ختیځ ولایتونو لکه کندوز او تخار کې هم عملي شو.