close

د ملګرو ملتونو سرمنشي: طالبانو لږ تر لږه ۶۰ ښځې او نجونې د «حجاب» د نقض په تور بندیانې کړې دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبانو د روان میلادي کال په جولای میاشت کې لږ تر لږه ۶۰ ښځې د «حجاب» د نقض په تور د کابل له بېلابېلو سیمو نیولې دي.

دا راپور چې نن (چهارشنبه، ۲۶ د وږي) خپور شوی، پکې ویل شوي چې دا ښځې د طالبانو د پولیسو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مامورینو له لوري نیول شوې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل دې معلوماتي راپور کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه څه نه دې ویلي.

انتونیو ګوتریش ویلي چې طالبانو د ښځو د پوښاک په تړاو د خپلو اوامرو پلي کول سخت کړي دي.

ده ویلي چې له یوې میاشتې راهیسې په هرات کې د ښځو لپاره د «چادري» پر سرول لازمي شوي دي او له دې سرغړونه د نیونې او بازارونو او د حمل و نقل وسایلو ته د نه لاسرسي لامل کېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدا راز ویلي چې له می میاشتې راهیسې په کندهار کې د ښځینه روغتیایي کارمندانو لپاره د یوه نارینه محرم درلودل ضروري دي او باید د پیژندنې رسمي کارت هم ورسره وي.

ده ویلي چې د «محرم د کارت» تر لاسه کول جنجالي دي او څو اونۍ وخت اخلي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدا راز د طالبانو له لوري د ښځو د کورنیو سنګارتونونو تړل هم تایید کړي دي او دا یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون پلي کېدل ګڼلي.

طالبانو د روان لمریز کال له چنګاښ میاشتې راهیسې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د «بد حجابۍ» په تور د ښځو او نجونو نیول پیل کړي دي.

دې ډلې په دې لړ کې د کابل له لوېدیځ دشت برچي او مرکز څخه په لسګونو نجونې نیولې دي.

طالبانو د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې هم د کابل په دشت برچي او خیرخانه کې ځیني ځوانې ښځې د «بد حجابۍ» په تور نیولې وې.