اطلاعات روز: د اسیا جام د لوبو په لړ کې د افغانستان او سرېلانکا د کریکیټ د ملي لوبډلو تر منځ په ګروپي لوبه کې سرېلانکا وکولای شول چې افغانستان ته په شپږو ویکیټو ماتې ورکړي او په دې توګه په جام کې د افغانستان د مخکې تګ مخنیوی وکړي.
دا لوبه نن (پنجشنبه، ۲۷ د وږي) په ابوظبۍ لوبغالي کې ترسره شوه او افغانستان پکې لومړی په توپ وهنې کولو سره مقابلې لوبډلې ته په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۷۰ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري محمد نبي تر ټولو زیاتې ۶۰ او تېزې منډې وکړې.
بل لور ته، سرېلانکایۍ لوبډلې وکولای شول چې د لوبې په نولسم اور کې یوازې د څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره هدف پوره کړي.
سرېلانکا وکولای شول چې په دې بریا سره د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته لار ومومي او له دې سره-سره به له دې ګروپ څخه بنګله دېش هم چې په تېره لوبه کې یې افغانستان ته ماتې ورکړې وه، راتلونکې پړاو ته ولاړ شي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان په اسیا جام کې نور مخکې نشي تللای او له خپلو درو لوبو څخه یې یوازې د هانک کانګ په وړاندې لوبه ګټلې ده.