اطلاعات روز: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل، چې امریکا د باګرام پوځي اډې په اړه له طالبانو سره د خبرو په حال کې ده.
هغه وویل: «و به وینو چې د باګرام برخلیک څه کېږي. موږ له افغانستان سره په خبرو بوخت یو. هېڅکله مو باید له دې اډې لاس نه وای اخیستی.»
ټرمپ له افغانستانه د امریکا وتل د خپل هېواد د تاریخ تر ټولو د شرم ورځ وبلله او ویې ویل، د ده حکومت هم غوښتل له افغانستانه ووځي، خو په پاکې وه باګرام وساتي.
د امریکا ولسمشر د پنجشنبې په ورځ په لندن کې په ښکاره توګه اعلان وکړ چې د هغه حکومت هڅه کوي د باګرام هوایي ډګر بېرته تر لاسه کړي.
هغه د بریتانیا له صدراعظم، کیر سټارمر، سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «موږ هڅه کوو هغه بېرته تر لاسه کړو، ځکه طالبانو زموږ څخه ځینې شیان غواړي. موږ هغه اډه بېرته غواړو.»
اوسني او پخواني امریکایي چارواکي وايي، د باګرام هوایي اډې نیول او ساتل د لسګونو زرو سرتېرو استولو ته اړتیا لري، چې مانا یې د امریکا بیا برید او جګړې ته ستنېدل دي.
د سيانان په وینا، ټرمپ او د هغه د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي باور لري چې بګرام د بېلابېلو دلیلونو لپاره مهم دی:
د چین څارنه، چې د افغانستان له پولو سره یې واټن له ۵۰۰ میلو کم دی،
د نایابه عناصرو او کانونو د استخراج لپاره لاسرسی،
د داعش ضد ترهګریز ضد مرکز جوړول،
او ښایي یو دیپلوماتیک مرکز بېرته هم پرانستل شي.
طالبانو ویلي، چې د امریکا سره د تعامل او معاملې دروازه خلاصه ده، خو د دې هېواد پوځي حضور په افغانستان کې د منلو وړ نه دی.
ټرمپ پر داسې مهال د باګرام د بېرته نیولو خبره کوي، چې نږدې وخت کې د هغه د ځانګړي استازي په مشرۍ یو امریکایي پلاوي کابل ته سفر کړی و.