close

لغمان کې یو کس خپله مېرمن وژلې

اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار په مربوطاتو کې یو کس خپله مېرمن په ډزو وژلې او له سیمې تښتېدلی دی.

په سیمه کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې پېښه تېره شپه (جمعه، ۲۸ د وږي) مهترلام ښار اړوند «میدانیو» سیمه کې رامنځته شوې، چې پر مهال یې یوه کس خپله مېرمن لومړی وهلې ډبولې او بیا یې د کلاشېنکوف په ډزو وژلې ده.

د سرچینې په وینا، چې د یادې مېرمن خاوند (میړه) پر نشه یي توکو روږدی و او یاده ښځه یې د کورنۍ تاوتریخوالي پر مهال وژلې ده.

بلخوا په لغمان کې طالب مسوولانو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.

له دې څو میاشتې وړاندې ننګرهار کې یوې مېرمنې د بل ملګري په واسطه خپل خاوند د خوب په خونه کې په زندۍ او د چړو په ګوزارونو سره وژلی وه.

دا په داسي مهال ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي او شخصي شخړو پېښې زیاتې شوي چې ځینې وخت پکې خلکو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.