close

په هلمند کې يو کس دوه ورېرونه ویشتلي

اطلاعات روز: په هلمند کې سيمه ييزې سرچينې خبر ورکوي چې د دې ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې يو کس دوه ورېرونه په ډزو ويشتلي چې له امله يې يو وژل شوی او بل ټپي دی.

سرچينې ويلي چې ياده پيښه تيره ورځ (جمعه، ۲۷ د وږي) رامنځته شوې او قاتل تښتيدلی دی.

د دې سرچينې په خبره چې د پېښې لامل پخوانۍ دښمني وه. 

په هلمند کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ  مسولينو هم ياده پيښه تاييد کړې خو د يادي پيښې په اړه يې ډير جزيیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو له امله د جنايي جرمونو ګراف مخ پر پورته کيدو دی.