close

د روغتیا نړیوال سازمان: هر کال په افغانستان کې تر ۴۰ زره زیات ناروغان د زړه د ناروغیو له امله مري

اطلاعات روز: د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په افغانستان کې هر کال تر ۴۰ زره زیات خلګ د زړه او رګونو د ناروغیو له امله مري.

دې بنسټ نن (دوشنبه، ۳۱ د وږي) ویلي چې افغانستان د هغو هیوادونو په نوملړ کې دی چې د دې ناروغۍ له کبله پکې زیاتې مړینې کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ناساري ناروغیو د افغانستان پر روغتیایي سیسټم ډېر فشار راوړی دی.

دې سازمان ویلي چې د زړه ناروغۍ، شکره او د پښتورګي مزمنې ناروغۍ په افغانستان کې د مړینو ۴۳ سلنه جوړوي او اټکل کېږي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به دا سلنه ۶۰ ته پورته شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان له راپور سره سم، سرطان یوه جدي ننګونه ده په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو تر منځ.

دې بنسټ ویلي چې په افغانستان کې د سرطان د درو ډولونو تر منځ د سینې او رحم سرطان عام دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د سرطان اکثریت ناروغیان یوازې په پرمختللو مرحلو (په درېیمه یا څلورمه مرحله) کې ډاکټر ته ځي او په دې وخت کې د درملو اغېز ډېر کم وي.

د طالبانو روغتیا وزارت د زړه د ناروغیو له امله د روغتیا د نړیوال سازمان شمیرې رد کړې دي.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي چې دا ارقام «اټکلي دي او شمېرې یې ډېرې کمې دي.

دا په داسې حال کې چې د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته روغتیایي خدماتو ته د وګړو لاسرسی په پراخه کچه کم شوی دی.

له دې سره-سره، د بودجې د کمښت له امله په ټول هیواد کې ۴۲۰ روغتیایي مرکزونو خپل فعالیت درولی دی.