اطلاعات روز: په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا برید نن سهار (دوشنبه، ۳۱ د وږي) ترسره شوی دی.
منظور پشتین پر خپله فیسبوک پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې «د پنجاب پوځ یو ځل بیا د تیراه درې په شادلو میترایي کلي کې پر عامو پښتنو بمبار کړی دی».
هغه ویلي، چې په دې برید کې دوه کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۲۳ ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
منظور پشتین زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت د «ترهګرۍ» په پلمه عام پښتانه د بمبار له لارې وژني او د خیبر پښتونخوا سرچینې د ځمکني ځواک په وسیله لوټ کوي.
د پښتین په وینا،چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د تیراه سیمې ته تللي او لا هم مړي له کنډوالو ایستل کېږي.
هغه ویلي: «موږ په ټولو پښتنو، په ځانګړې توګه زده کونکو غږ کوو چې سره متحد شي او د دې جرم پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.»
د پاکستان حکومتي چارواکو تر اوسه پورې د برید په اړه تبصره نه ده کړې.
خیبر پښتونخوا د زیاتیدونکي ناامنۍ شاهد دی. پاکستاني چارواکي وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو وروسته په شمالي پاکستان کې ناامني زیاته شوې او په وینا یې چې پاکستاني وسله وال د بریدونو پر مهال د افغانستان خاوره کاروي.