close

ننګرهار کې د انټرنېټ خدمات په محدود ډول بېرته فعال شول

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې په دې ولایت کې د نوري فایبر (کېبل) انټرنېټ خدمتونه بېرته په محدود ډول فعال شوي دي.

په دغه ولایت کې یو شمېر سرچینو اطالاعات روز ته تایید کړې، چې دغلته د وای فای خدمتونه تېره ورځ (دوشنبه، ۳۱ د وږي) بېرته فعال شوي، خو د پخوا په څېر یې انټرنېټ چټک نه دی.

سرچینې زیاتوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د نوري فایبر انټرنېټ د بندښت له امله په دغه ولایت کې بانکي خدمات، انلاین سوداګري او دغه راز ګمرکي فعالیتونه په ټپه درېدلي وو، چې له امله یې عام وګړي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي وو.

په همدې حال کې د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ اداره کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې یاد انټرنېټ د نوري فایبر له لارې نه، بلکې د پواینټ ټو پوانیټ له لارې د بانکونو په ګډون یو شمېر ادارې او  دفترونه له دې شبکې سره نښلول شوي او خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې دا محدود انټرنېټ چې یوازې یوه مشخصه «آی پی» ترې استفاده کولای شي.

ویل کېږي چې له ننګرهار سربېره په کندهار کې هم بېرته انټرنېټ ته په محدود ډول اجازه ورکړل شوې ده. طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د نوري فایبر انټرنېټ د بېرته فعالېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

طالبانو د یو تازه اقدام سره د هیواد په نږدې ۱۵ ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ بندېز لګولی، چې له امله یې بانکي خدمات او سوداګریزې چارې په ټپه درېدلې دي.