اطلاعات روز: د ماشومانو د ژغورنې سازمان وایي چې د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې ماشومان په خېمو کې زېږي، ځکه چې د لارو د ویجاړۍ له کبله روغتون ته د ښځو وړل ستونزمن دي.
دې سازمان ویلي، داسې اټکل کېږي چې اوس مهال په زلزله ځپلو سیمو کې ۱۱ زره میرمنې برالبې دي او شونې ده چې په راتلونکو میاشتو کې زېږون وکړي او د ژمي پر مهال هلته د هوا تودوخه صفر کچې ته ټیټېږي او د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره روغتیایي خطرونه زیاتېږي.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي چې له هرو لسو کورنیو شاوخوا نهه کورنۍ – په زلزله ځپلو سیمو کې – په خېمو او پنډغالو کې ژوند کوي.
د دې سازمان په وینا، شاوخوا ۳۹ زره ماشومان په ازاده فضا کې ژوند کوي.
په افغانستان کې د ماشومان د ژغورنې د برنامې د پرمختیایي او ملاتړ څانګې مدیرې سمیرا سید رحمان ویلي: «هیڅ ماشوم باید خپل لومړۍ ساه په خېمه کې ونه کاږي. د ژمي په راتګ سره باید هیڅ ماشوم هم بې پایزاره، ګرمو جامو او ګرموونکو وسایلو بې برخې نه وي.»
دې ویلي چې اوس له ژمي سره مبارزه ده او باید ډاډ تر لاسه شي چې په زلزله ځپلو سیمو کې نوي زېږېدلي، ماشومان او کورنۍ له سخت ژمي روغ وتلای شي.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، د دې لپاره چې ډاډ تر لاسه شي چې ژمی په افغانستان کې نور مرګونه نه پېښوي، بېړنۍ بودجې ته اړتیا ده.
شاوخوا درې اونۍ وړاندې د هیواد ختیځ د رېښتر په کچه شپږ درجې زلزلې ولړزاوه او له امله یې یو زر او ۹۹۲ تنه مړه شول او تر درې زره او ۶۳۰ زیات کسان ژوبل شول.
د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، د زلزلې نیم قربانیان ماشومان وو.
ملګري ملتونه وایي چې د زلزله ځپلو سیمو وګړي له زیاتو خطرونو سره مخ دي، ځکه چې د طالبانو د محدودیتونو له کبله ورته مرسته رسول سخت شوي دي.