اطلاعات روز: هلمند کې ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د دې ولایت رسنیو او د ټولنیزو شبکو فعالانو ته ویلي چې نور د ژوندیو موجوداتو انځورونه او ویډیوګانې خپرې نه کړي.
سرچینې زیاتوي چې دا بندیز نن (پنجشنبه، ۳ د تلې) د یاد ریاست له خوا د یوې غونډې پر مهال د طالبانو د امر بالمعروف د قانون د ۲۲مې مادې پر اساس اعلان شوی دی.
د سرچینې په وینا، تر دې وړاندې دا بندیز یوازې د طالبانو تر حکومتي چارواکو او د طالبانو تر واک لاندې رسنیو پورې محدود و، خو تازه د ټولو رسنیو او ټولنیزو شبکو پر فعالانو هم عملي شوی دی.
هلمند کې یو شمېر خبریالانو هم تایید کړې چې دوی ته د یاد ریاست له خوا په ښکاره توګه سپارښتنه شوې چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه او وېډیوګانې دې نه خپروي.
دا پرېکړه په داسې مهال کې کېږي چې شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې د طالبانو د کندهار د امر بالمعروف ریاست هم د ساه لرونکو انځورونو او وېډیوګانو پر خپرولو بندیز اعلان کړی و او یوټیوبران یې هم له خپل فعالیته بند کړي وو.