close

کونړ کې د ورښتونو او توپان له امله دوه ماشومان مړه او څلور تنه نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په منورې ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو او توپان له امله د یو کور د خونې چت نړېدلی چې له امله یې دوه ماشومان مړه او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر ضیاءالرحمن سپین غر وایي، چې دا پېښه نن (پنجشنبه، ۳ د تلې) له غرمې وړاندې د منورې ولسوالۍ په چنار کلي کې را منځته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي و، چې دوو ماشومانو د ژورو ټپونو له امله روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

سپین غر زیاتوي چې په ټپیانو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي او د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.