اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې طالبانو له هغه وخته چې پر افغانستان بیا ځلې واکمن شوي، معلوماتو ته یې لاسرسی په سیستماتیک ډول کمزوری کړی دی.
دې مرکز نن (یکشنبه، ۶ د تلې) «معلوماتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې طالبانو په دې موده کې لږ تر لږه ۲۲ داسې لارښوونې صادرې کړې چې د بیان ازادي، د رسنیو خپلواکي او معلوماتو ته د خلکو عامه لاسرسی په شدیده توګه محدودوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاتوي چې دا ټول اقدامات «د افغانستان د رسنیو د قانون او معلوماتو ته د لاسرسي د قانون او همدا راز نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دي».
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د دادخواهۍ د برخې مسوولې سمیه ولي زاده ویلي: «نن افغانان په داسې وضعیت کې ژوند کوي چې معلومات پرې قطع شوي او دا د جګړې له امله نه، بلکې د یوې قصدي تګلارې په وسیله پرې بند شوي.»
هغې زیاته کړې: «معلوماتو ته د لاسرسي پر حق د حاکمو چارواکو جګړې خبریالان چوپ کړي، عمومي معلوماتو ته یې لاسرسی قطع کړی او خلک یې د خبرتیا له حقه محروم کړي دي؛ هغه حق چې د افغانستان په قانون کې په رسمیت پېژندل شوی او په نړیواله کچه پرې ټینګار شوی دی.»
اغلې وليزاده ویلي: «معلومات امتیاز نه دی. دا یو حق دی او د حساب ورکولو او شفافیت بنسټ دی. افغانان دې په داسې هېواد کې د ژوند کولو مستحق دي چې په هغه کې حقایق بند نه وي او خبریالان چوپ نه کړل شي.»
د افغانستان د خبریالانو مرکز لګول شوي بندیزونه لکه د رسنیو له لوري د اعتراضونو، لاریونونو او سیاسي مخالفتونو د پوښښ منع کول، تر خپرېدو وړاندې د محتوا سانسور، د نړیوالو شبکو پر ژوندیو خپرونو بندیز، د ښځو غږ او ګډون محدودول – چې پکې په ملي رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر کار کولو بندیز او په ډرامو او له نارینهوو سره په ګډو ځایونو کې د راپور پر ورکولو بندیز شامل دي – اندېښمنوونکي بللي دي.
دې مرکز همدارنګه ۲۱ ولایتونو ته د ژویو د انځورونو او ویډیویي مرکو پر نشرېدو د بندیز پراخېدل او له دې امله د لسګونه ټلوېزیونونو د تړل کېدو، د فایبر نوري انټرنېټ د پرې کېدو او انټرنیټ ته د خلکو د لاسرسي د سخت محدودېدو په تړاو د طالبانو نور اندېښمنوونکي ګامونه بللي دي.
دې مرکز همدارنګه ویلي دي چې ګڼ موارد یې مستند کړي دي چې پکې خبریالان یوازې د دې لپاره نیول شوي، ځورول شوي یا د راپور ورکولو حق ترې اخیستل شوی چې هڅه یې کړې د عامه ګټو اړوند معلوماتو ته لاسرسی ومومي یا یې خپاره کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې په ډېرو مواردو کې یوازې له هغو رسنیو سره تماس یا همکاري د خبریالانو د ګواښ او بندي کېدو سبب ګرځېدلې چې له تبعیده فعالیت کوي.
د دې مرکز د ورکړل شوو شمېرو له مخې، اوس مهال لږ تر لږه شپږ خبریالان په کابل، غزني او پروان کې د طالبانو په زندانونو کې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتنه کړې چې معلوماتو ته پر لاسرسي لګېدلي محدودیتونه پای ته ورسوي، د رسنیو پر کنټرول، سانسور، وېرونې او ګواښنې باندې د څارنې نظام ختم کړي، د هغو خبریالانو نیول ودروي چې د عامه ګټو اړوند معلوماتو پسې ګرځي یا یې خپروي او د فایبر نوري انټرنېټ ته پر لاسرسي بندیزونه او انټرنېټ ته د خلګو د لاسرسي د کمولو په موخه اخیستل شوي ګامونه لغو کړي.
دې مرکز همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو او هغو خبریالانو ملاتړ وکړي چې له خطر سره مخ دي.