close

په پاکستان کې د افغانستان د سیاسي څېرو ناسته پیل شوه

اطلاعات روز: د «یووالي او باور پر لور» تر سرلیک لاندې د افغان سیاسي څیرو په ګډون دوه ورځنۍ غونډه د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې پيل شوه.

دا غونډه د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ «ډبليواف‌اې» او د سویلي اسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ (اس‌اې‌اس‌اس‌ای) په نوښت جوړه شوې.

د دې ناستې جوړوونکي وايي، چې له دې ناستې څخه یې موخه د باور د پياوړتیا لارو څېړل، سيمه‌ييزې همکارۍ ته وده ورکول، د افغانستان د سياسي راتلونکي لپاره ليدلورې انځورول او همدارنګه د باور جوړونې او ګډ تفاهم لارې موندل دي.‏

دا غونډه په دوو اصلي برخو کې تنظیم شوې او دوه ورځې به دوام وکړي.

په لومړي برخه کې ټاکل شوې چې د افغانستان د سیاسي جریانونو استازي او فعالان د هېواد د راتلونکي په اړه خپل نظرونه سره تبادله کړي.‏

په دویمه برخه کې به د افغانستان او پاکستان د استازو ترمنځ ګډې خبرې وشي، چې تمرکز به یې د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا، باور رامنځته کول او د سیمه ییزو ننګونو لپاره د خلکو پر بنسټ حل لارې موندل وي.

په دې غونډه کې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي، د اقتصاد پخوانی وزير مصطفی مستور، په جنيف کې د افغانستان استازی نصيراحمد انديشه، د کابل پخوانی والی احمدالله علي‌زی او د بامیانو پخوانی والی طاهر زهیر د ګډونوالو له ډلې څخه دي.‏