close

هلمند کې نامعلومو وسلوالو د جومات امام وژلی

اطلاعات روز: هلمند ولایت کې ځايي سرچینې وایي چې د دې ولایت د باباجي ولسوالۍ اړوند د «سپین مسجد» په سیمه کې نامعلومو وسلوالو د جومات امام په ډزو وژلی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، وژل شوی کس «مولوي اغا» نومیده او د همدې سیمې د جومات امام و.

د سرچینې په وینا، پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۹ د تلې) رامنځ ته شوې.

سرچینې زیاتوي چې وسلوال کسان پر موټرسايکل سپاره وو او تر برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

تر دې دمه د طالبانو ځایي چارواکو په دې اړه څه نه دې ویلي.