اطلاعات روز: د افغانستان او بنګلدېش د کریکیټ د ملي لوبډلو تر منځ په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې بنګلدېش وکولای شول چې د افغانستان له لوري د ۱۵۲ منډو ورکړل شوی هدف د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پوره کړي.
دا لوبه چې نن (پنجشنبه، ۱۰ د تلې) د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه، افغانستان پکې لومړی د توپ وهنې په کولو سره وکولای شول چې د نهو لوبغاړو په سوځېدو په ټولو شلو اورونو کې ۱۵۱ منډې وکړي.
د هدف د پوره کولو په هڅه کې که څه هم تر سلو په زیاتو منډو کې د بنګلدېش کوم لوبغاړی نه و سوځېدلی، خو وروسته د افغانستان له لوري راشد خان وکولای شول چې څلور بنګلدېشي لوبغاړي وسوځوي.
بنګلدېش وکولای شول چې ټاکل شوی هدف په نولسم اور کې د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پوره کړي.
دا د افغانستان او بنګلدېش تر منځ د شل اوریزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه وه او ټاکل شوې ده چې سبا بیرته دواړې لوبډلې د وروستۍ لوبې لپاره سره مخامخ شي.