close

د ملا هبت الله ننګول شوی صلاحیت او د کابل او کندهار د ټکر شونتیا

شمشاد زلمی

د تېرې چهارشنبې په ورځ له کابله تللي طالب وزیران په دوو چورلکو کې بیرته کابل ته په داسې حال کې مایوس راوګرځېدل چې ونه توانېدل خپل مشر ته قناعت ورکړي چې په ټول هیواد کې د انټرنېټ له بندولو لاس واخلي، مګر دا چې وضعیت بېړنی و او انټرنېټ او مخابراتي خدمات په ناڅاپي توګه په ټول هیواد کې تړل شوي وو د طالبانو کابینې سمدستي په کابل کې غونډه راوغوښته او د خپل رییس الوزرا په امر یې د انټرنېټ د خلاصولو امر ورکړ. مګر دا چې امر د کندهار له خوا نه و او د کابل طالب چارواکو دا کار په خپل سر وکړ، د طالبانو له اصطلاحاتو سره سم دې «بې اطاعتۍ» د طالبانو جوړښت پر دوو ټوټو وېشلی دی. یوه لور ته د ملا هبت الله پر مطلق «اطاعت» ټینګار کوونکي او بل لور ته کابل مېشتي طالب چارواکي دي چې غواړي حد اقل د انټرنېټ په څېر موضوعاتو کې عملګرا واوسي.

له انټرنېټ او مخابراتو پرته په افغانستان کې نه یوازې د خلکو شخصي کارونه په ټپه ولاړ وو، بلکې د طالبانو د حکومت نیمې اداري چارې هم ځنډیدلې وې او دې چارې طالبان تر پخوا هم په زیاته کچه متوجې کړل چې له انټرنېټ پرته نه شي کولای خپل حکومت وچلوي او په دې ضمن کې یې ښایي د خلکو له هغې غوسې هم وېره احساس کړې وي چې له دې امله راپارېږي. پر انټرنېټ د بندیز تر لېرې کېدو وروسته چې کله د طالبانو تبلیغاتي چینلونه هم بیرته فعال شول، د هغو له غبرګونونو هم داسې ښکارېدله چې پر دې پرېکړې خوښ نه وو او په لومړي ځل د طالبانو ځینو تبلیغاتي چینلونو په ښکاره ځینې نیوکې وکړې او دا یې ډېره بې پروا پرېکړه وبلله. په عین مهال کې پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو په تبلیغاتي چینلونو کې یو عمده وېش لیدل کېږي. په زیاته کچه تبلیغاتي چینلونه پر انټرنېټ د بندیز ختمولو له امله د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ستایي او د «بابا» لقب ورکوي او دا ډاډ ورکوي چې د پرېکړو ملاتړ یې کوي. مګر په عین مهال کې داسې تبلیغاتي چینلونه هم فعال دي چې هغوی بیرته د ملا هبت الله پخوانۍ ویناوې شریکوي، د نوموړي پر «اطاعت» ټینګار کوي او وایي چې موږ ته یوازې «اسلام» مهم دی او نور چې هر ډول پرېکړه کېږي، باید ومنل شي.

البته د طالبانو تر منځ دا څرګند وېش په لومړي ځل د دوی پر ټولنیزو رسنیو هم لیدل کېږي او په ډاګه کېږي چې کوم چینلونه د ملا محمد حسن اخوند د پرېکړې ملاتړ کوي، هغوی چمتو دي چې حد اقل د انټرنېټ د بندیز په پرېکړه کې د ملا هبت الله «بې اطاعتي» وکړي او په دې توګه د طالبانو په عامه ذهنیت کې هم په لومړي ځل د ملا هبت الله د بې چون او چرا اطاعت فکر ننګول شوی دی. سرچینې زیاتوي چې دا وېش اصلا د طالبانو له لوړ پوړ څخه سرچینه اخلي او هغوی هم نور دې ته تیار نه دي چې د ملا هبت الله د تېرو فرمانونو په څېر د انټرنېټ په اړه هم د ده فرمان ومني او له همدې امله یې لومړی هڅه وکړه چې نوموړي ته په کندهار کې مخامخ قناعت ورکړي او له خپلې پرېکړې یې پر شا کړي. مګر داسې ښکاري چې ملا هبت الله په یو ډول د طالبانو د جوړښت ښه استازولي کوي، ځکه طالبان ټول وخت هڅه کوي چې داسې وښیي چې په ټولو مسایلو کې یو او نه بدلېدونکی دریځ لري. په دې مسئله کې د طالبانو مشر له عین دریځ څخه راغږېږي او داسې ښکاري چې ښایي خپلو وزیرانو ته یې ویلي وي چې د ده پرېکړه نه بدلیدونکې ده او همدا وجه وه چې د انټرنېټ د خلاصولو امر د کندهار پر ځای کابل کې د رییس الوزرا له دفتره وشو.

له دې څخه دا په ډاګه کېږي چې طالبان حد اقل پر انټرنېټ د بندیز او نه بندیز په مسئله کې پر دوو برخو وېشل شوي دي، یوه لور ته د کابل چارواکي او وزیران دي چې قاطع اکثریت یې پر انټرنېټ د بندیز مخالفت کوي او بل لور ته ملا هبت الله او په کندهار کې پر نوموړي راتاو شوې حلقه ده چې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې هم ملاتړي او خواخوږي لري. ملا هبت الله چې پر انټرنېټ د بندیز لپاره په ظاهره مطلق دیني استدلال رامخې ته کوي، نه غواړي او یا هم نه شي کولای په هغو عملي ننګونو پوه شي چې پر انټرنېټ د بندیز له امله رامنځته کېږي. ښایي د نوموړي همدا نه وړتیا او یا یې همدا سرتمبګي د دې لامل شوې وي چې د نوموړي وزیران اړ شول او نوموړي ته یې د کندهار په غونډه کې په لومړي ځل د استعفا انتخاب هم مخې ته کېښود ځکه هغوی پوهېږي چې د نوموړي د دې سختدریځۍ په شتون کې د دوی «امارت» په خطر کې دی او له همدې امله ویل کېږي چې نه یوازې د ده د دې پرېکړي د لغوه کولو په تړاو یوه خوله شوي، بلکې پر دې هم متفق شوي چې که نوموړی پر همدې دریځ ټینګار کوي، نو بیا باید د «امارت» د بقا په خاطر په خپله ګوښه شي. که څه هم ظاهرا ملا هبت الله د خپلو وزیرانو او چارواکو پر وړاندې له استعفا ورکولو انکار کړی دی او ورته ویلي یې دي چې نور باید د هرې «ګناه» مسوولیت دوی ومني، مګر هم دی په خپله او هم یې پلویان پوهېږي چې په لومړي ځل د ده صلاحیت ننګېدلی او دا ښایي په راتلونکې کې داسې نورو «بې اطاعتیو» ته لار پرانیزي.

د طالبانو خپلمنځي جوړښت کې چې واک په بشپړه توګه متمرکز دی او په دې کې «مطلق اطاعت» ډېر رول لري، د مشر د یوه فرمان ننګول او د هغه پر خلاف د حکومت د چارو مخته وړل کم ارزښته موضوع نه شي ګڼل کېدلای. دا نه یوازې دا چې د ملا هبت الله او د نوموړي د کندهار د حلقې د واک او صلاحیت ننګول دي، بلکې په عین مهال کې د ده مخالفینو ته جرأت ورکوي چې په دې توګه د نوموړي نور فرمانونه هم وننګوي.

د انټرنیټ په برخه کې د ملا هبت الله د فرمان ننګول کېدل او په عملي توګه ماتېدل د نوموړي لپاره هم د یوه واکمن او هم د شخصیت په لحاظ حیثیتي مسئله ده. د واکمن په توګه نوموړی نور د پخوا په څېر خپل اوامر په مطلق ډول نه شي پلي کولای او اړ دی چې تر دې وروسته واک حد اقل په خپله طالباني حلقه کې شریک کړي؛ هغه څه چې نوموړی ورته په هیڅ لحاظ تیار نه دی او له لومړي سره پر «مطلق اطاعت» ټینګار کوي. مګر دا ځل دا روایت نه یوازې د طالبانو په لوړپوړې حلقه بلکې په ټیټه کچه هم مات شوی دی. ښایي د «اطاعت» او «روایت» همدا ماتې وي چې نوموړی لا هم د انټرنېټ د خلاصېدو پلوی نه دی او د ځینو منابعو په وینا نوموړی غواړي چې هر څومره ژر کېدلای شي انټرنېټ بیرته بند کړي.

داسې ښکاري چې طالبان اوس مهال د دې مسئلې پر سر په بشپړه توګه پر دوو ټوټو ویشل شوي دي، یوې خوا ته د سراج الدین حقاني، ملا یعقوب، ملا برادر او د نورو وزیرانو او چارواکو په ګډون لوړپوړي طالبان دي او بل لور ته ملا هبت الله له خپلو ځینو پلویانو سره پر خپل دریځ ټینګ ولاړ دی. که ملا هبت الله پر خپل دریځ ټینګ پاتې کېږي او نه غواړي چې پر انټرنېټ د بندیز امر لغوه کړي، د طالبانو تر منځ د وسله‌وال ټکر امکانات زیات دي مګر دا چې په تېرو څلورو کلونو کې په لومړي ځل د طالبانو ډېر لوړپوړي چارواکي په یوه خوله د نوموړي د فرمان مخالفت کوي، دا فشار ښایي نوموړی اړ کړي چې یا هم بیرته خپل فرمان واخلي، پر شوې «بې اطاعتۍ» سترګې پټې کړي او د «دیني استدلال» له امله نه، بلکې د واک د شریکو کسانو د فشار له امله خپل یو داسې دریځ بدل کړي چې نوموړی یې له دیني اړخه عملي کول مهم او ضروري بولي. که ملا هبت الله د خپلې کمزورۍ له امله له نظامي ټکره تېرېږي او نه غواړي یوازې د فشار له امله خپل فرمان هم بیرته واخلي، د نوموړي پر وړاندې یوازې د استعفا انتخاب دی چې د اوس لپاره نوموړي په خپله رد کړی دی. که کابل مېشتي طالب چارواکي بریالي کېږي چې د ملا هبت الله د دریځ پر خلاف انټرنېټ خلاص وساتي، دا به د طالبانو تر منځ د «اطاعت» روایت او د ملا هبت الله په دفتر کې متمرکز واک په لومړي ځل په کلکه توګه وننګوي او دا به په تېرو څلورو کلونو کې د سختدریځي مشر پر وړاندې د عملګرا وزیرانو لومړی بری وي؛ هغه بریا چې ملا هبت الله ته هیڅکله هم د منلو نه ده.