اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې پوهنې ریاست کې یوې باوري سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د «سواد زده کړې» شاوخوا ۹۰ ښځینه ښوونکې له دندو تنقیص شوې دي.
د سرچینې په وینا د «سواد زده کړې» دغه ټولګي تر ډېره ولسوالیو کې فعالیت درلوده او د ځینو مرستندویه موسېساتو له لوري ښوونکو ته معاش او نور امتیازات ورکول کېدل.
سرچینه زیاتوي هغه ښځینه ښوونکې چې له دندو ګوښه شوي لېستونه یې د «سواد زده کړې» اړوند د ښوونځیو مدیرانو ته لېږل شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د «سواد زده کړې» له ټولګیو کتابونه، کتابچې او نور توکي چې د تدریسي بهیر اړوند و، د یو ځانګړي هیئت له لوري پوهنې ریاست ته سپارل کېږي.
د سرچینې په خبره د طالبانو د پوهنې وزارت پلان لري چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سواد زده کړې ښوونځي او په دې برخه کې لنډ مهالي ټولګي وتړي.
د پوهنې وزارت د معلومات پر بنسټ د هېواد شاوخوا ۶۰ سلنه خلک نالوستي دي، چې په چټکۍ سره د نفوس زیاتېدا، بې وزلي، ناسم دودونو او جګړې ګڼ خلک له زده کړو محروم کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د هیواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې طالبانو په ورته اقدام سره سلګونه ښوونکي په یوه او بله پلمه له دندو ګوښه او پر ځای ې د دیني مدرسو زده کوونکي د ښوونکو په توګه ګمارلي دي.
