close

ملګري ملتونه: ډیری راستنیدونکي په ښاري سیمو کې میشت کېږي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام وايي، ډېری هغه کډوال چې خپل هېواد ته ستنېږي، په ښاري سیمو کې مېشتېږي، چې دا کار د ښارونو د چټکې پراختیا لامل ګرځي او له امله یې د خدمتونو کمزوری سیستم تر فشار لاندې راولي.‏

دې پروګرام په مهمو زیربناوو او اساسي خدماتو کې د پانګونې غوښتنه کړې، تر څو د افغانستان ښارونه وکولای شي له شته شرایطو سره ځان چمتو او وده وکړي.‏

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام په وینا، د کډوالو د راستنیدو سربیره، د اقلیم بحران او طبیعي پیښې هم د افغانستان په ښاري سیمو فشار راولي.

له ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو د ایستلو وروسته، د کابل په ګډون په ښارونو کې د کورونو کمښت یو جدي بحران ګرځیدلی دی. ښاریان وايي چې د کورونو موندل ګران دي او کرایې اسمان ته پورته شوې دي.

په ورته مهال، د افغانستان ښارونه، په ځانګړي توګه کابل، د امکاناتو له اړخه په جدي حالت کې دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې ښایي کابل د راتلونکو پنځو کلونو په اوږدو کې له اوبو محروم ښار وګڼل شي.